پاکستان کې له سېلابونو وروسته خلک وايي له حکومته يې مرستې نه دي ترلاسه کړې

د خپرېدو وخت

په پاکستان کې د روان کال سېلابونو اغېزمن شوي خلګ وايي، حکومت لاهم ورسره هېڅ مرستې نه دي کړې.

د پاکستاني حکومت سترګې بیا په مصر کې روان د ملګرو ملتونو په مشرۍ د اقلیمي بدلون کنفرانس ته دي او له نړیوالو غوښتنه کوي، شتمن هېوادونه باید له اقلیمي بدلونه د اغېزمن شویو هیوادونو سره مرسته وکړي، چې پاکستان ورته په دې غونډه کې د "اقلیمي انصاف" نوم ورکړی دی.