توکیو والۍ له خلکو غوښتي د سونتوکو سپما لپاره داسې کالي واغوندي چې غاړې یې پکې پټې وي

    • Author, جارج رایټ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د جاپان په توکیو کې ځايي والۍ له ښاریانو غوښتي چې سږ ژمی د سونتوکو سپمولو لپاره داسې جمپرونه واغوندي چې غاړې یې پکې نغښتې وي.

والۍ یوریکو کویکي وايي، د اوږدې غاړې لرونکي جمپرونه د برېښنا او ګازو د ډېرېدونکي لګښت مخنیوي ښه وسیله کېدای شي.

د جاپان پلازمېنه کې سږ کال د سونتوکو کمښت او ډېرېدونکي لګښت مخنیوي په پار ښاریانو ته بېلابېلې مشورې ورکول کېږي. هغه چارواکي چې د دې موضوع په هکله غونډې کوي، په داسې حال کې لیدل شوي، چې ټولو دغه ډول جمپرونه اغوستي وو.

اغلې کویکو وویل، خلک باید د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرونه الهام واخلي، چې د اوږدې غاړې لرونکو جمپرونو او بنیانونو اغوستو لپاره مشهور دی.

نوموړې دې چارې ته د هوا له ککړوونکو ګازونو سره تړاو ورکړ او ویې ویل: ''دا تاوده دي او په ټول کې د سونتوکو کارول کمېږي، ځکه نو موږ له سي او ټو ګازونو سره تړاو ورکولای شو. ''

نوموړې زیاته کړه: ''ان په اروپا کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دې ډول جمپرونو په اغوستو کې مخکښ رول لري. '' نوموړې وايي، دا ډول جمپرونه رښتیا تاوده دي.

دا معلومه نه ده، چې ښاغلی مکرون دا ډول جمپرونه او بنیانونه د فېشن په توګه اغوندي او که یې هدف د سونتوکو سپما ده، خو له څه مودې راهیسې د ده دې ډول کالي په هکله بحثونه کېږي.

د یادونې ده، چې د روانې میاشتې په لومړیو کې جاپان حکومت له خلکو وغوښتل چې له اړتیا پرته روښان برېښنايي څراغونه مړه کړي، په کور دننه تاوده کالي واغوندي او د دسمبر له لومړۍ نېټې بیا د مارچ تر ۳۱ پورې د کورونو ګرمولو الاتو درجه ټیټه وساتي.