د اوکرايين زېربناوې؛ ولسمشر زېلېنسکي وايي روسانو يې ويجاړي ته ملا تړلې

د خپرېدو وخت

د اوکرایین ولسمشر ولودمير زېلېنسکي ویلي، روسي پوځیانو د خرسون ښار له وتلو سره جوخت د دې ښار برېښنا، د تودوخې او اوبو سیستمونه په بشپړ ډول ویجار کړي.

د سټلایټ یا سپوږمکۍ په مټ اخیستل شوي عکسونه په سیمه کې د یوه لوی بند د ویجاړېدو نښې نښانې ښيي چې په اړه یې اندېښنې ښودل شوي.