تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپا کې د کډوالو کړکېچ: پر پولو يې له تاوتريخوالي ډکې نښتې شوې
دا تېر جون، پر انټرنېت داسې بوږنوونکې ويډيوګانې خپرې شوې، چې د مراکش او اسپانيا پوله ساتي ځواکونه یې ښوول له افريقاييو کډوالو سره تاوتريخوالي ډکو نښتو کې ښکېل وو. دې پېښه کې ۲۴ کسان مړه شول، او لسګونه نور يې لا اوس هم ورک دي. دا پېښه هغې پولې سره وشوه، چې د اسپانيا مېليا سيمې چاپېر ده، اروپا ته د رسېدو يوه دروازه، چې د جبل طارق تنګي پر غاړه د افريقا لويې وچې څوکه کې ده. هغه وخت، د مراکش چارواکو ويل دا مړينې د کډوالو ګڼه ګوڼه کې د ټبمټېل پر مهال وشوې، خو د افريقا ای يا سترګې پروګرام له ژونديو پاتې شوو، ګواهۍ غونډې کړې، د لسګونه ويډيوګانو پخلی یې کړی، او پر پوله يې امنيتې پوستې ته ځانګړی لاسرسی موندلی، چې د جون پر ۲۴ مه شوې دې غميزې په اړه بېلګې راوسپړي. يوه يادونه دا چې د بي بي سی دې راپور کې خواشينوونکي انځورونه هم شته.