د پارلمان غړي ولې د وینا پرمهال خپل موبایل مات کړ؟‌

د خپرېدو وخت

د ترکیې د پارلمان یوه غړي براک ایربي چې د خلکو جمهوري ګوند غړی هم دی پارلمان کې د خبرو پرمهال د یوه قرارداد پرضد د احتجاج پ‍ه توګه خپل موبایل ټیلیفون مات کړ.

د قرارداد له مخې، که تصویب شي، پر بنسټ به یې انلاین "ناسم معلومات" خپروونکي درې کاله زنداني کېږي. ګوتنیوونکي وايي، که دا قانوني مسوده ومنل شي، نو د وینا ازادي به سلب شي او د سانسور پراخې څارنې ته به لاره هواره کړي.