د کډوالو لپاره پناځايونه

د خپرېدو وخت

سږکال ملګرو ملتونو اټکل کړی دی چې د هغو خلکو شمېر سلو میلیونو ته رسېدلی دی چې د جګړو، تاوتریخوالي یا ځورونې له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. دا پر ځمکه له څه باندې هرو ۷۸ کسانو یو دی.

نو پوښتنه دا ده چې دا خلک چېرې ژوند کوي؟ تر ډېره په کمپونو کې په خېمو کې اوسېږي. خو په سویډن کې یوې کمپنۍ - 'بېټر شېلټر' - هڅه کوي دا بدل کړي.