تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين کې ډله ييز قبر؛ په سلګونو مړي په کې موندل شوي
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وايي، په شمال ختیځ ښار ایزوم کې د روسیې د احتمالي جنګي جرمونو په اړه پلټنې روانې دي.
د ایزوم په څنډه کې له یوه ډله ییز قبر مړي رایستل کېږي دغه ښار پدې وروستیو کې له روسي ځواکونو بېرته ازاد شو.
اوکراییني چارواکي وايي، په قبر کې څه باندې ۴۴۰ کسان خښ دي او ډېر یې ملکي وګړي دي چې له تاوتریخوالي ډګ مرګ سره مخامخ شوي وو.
دوی وايي ځینې یې د شکنجې نښې لري، نور یې بیا ښکاري چې د روسیې په هوايي بریدونو او ګولیو وژل شوي دي.
اوکرایین وايي، مړي به را وایستل شي او عدلي معاینات به یې وشي.