اوکرايين جګړه: روسيه کې مخالفتونه په راسپړېدو دي

د خپرېدو وخت

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي ايزيوم ته ورغلی دی، د اوکرايين شمال ختيځ کې يو له هغو ښارګوټو چې د روسیې يرغلګرو ځواکونو پر وړاندې د کيېف تازه ځوابي بريد کې ازاد شوی دی.

ولوديمير زېلېنسکي د خپل هېواد بيرغ اوچتولو مراسمو کې برخه واخيسته، او ويل يې دا جنډه به یې ژر د هېواد هر ښار او هر کلي کې رپېږي. ده ويل خارکېف ولايت کې يې ۸ زره کيلومتره مربع سيمه ازاده شوې ده.. خو کرېملېن دا ردوي چې د اوکرایني ځواکونو له پرمختګ سره، دې د خپلو ځواکونو غونډولو تابيا لري. د اوکراین په شمال ختیځ کې د روسي پوځ د شاتګ رپوټونه، روسیې ته رسېدلې دي او خپرېږي.

خو هلته خلکو ته ویل کېږي چې روسیه هڅه کوي خپل سرتېري بیا سره راټول کړي. په عین وخت کې، پر روسي تلویزیونونو په کمساري ډول، دې جګړې په اړه نیوکې شوې دي.