هند کې د ملکې الېزابت پر مړينه وير

د خپرېدو وخت

هند کې د بريتانيا ملکې پر مړينه يوه ورځ ویر شوی، چې بيرغونه هم ورسره نيمځوړند شوي وو. لومړي وزیر نرېندر مودي ملکه د خپل وخت زړوره ښځه بللې، د مخالف کانګرېس ګوند مشرې سونيا ګاندي بيا ويلي دا يوه داسې څېره وه، چې ډېرو ورسره مينه لرله. خو د يوې ورځې وير کولو په اړه بيا غبرګونونه بېلابېل وو.

ځينو هنديانو په کې دا پوښتل ولې د ښکېلاکي واکمنۍ يوې نښې ته درناوی کېږي.

د بي بي سي جنوبي اسيا خبريالې يوګيتا لامايي پرې دا راپور رالېږلی.