بريتانيا کې د بيو لوړوالی: نوې لومړۍ وزيره له ننګونو سره مخ ده

د خپرېدو وخت

د بریتانیا نوې لومړۍ وزیرې د دندې پر لومړۍ ورځ د خپلې کابینې د غونډې مشري وکړه.

د لېز ټېرس کابینه د دې هېواد په تاریخ کې ترټولو متنوع ده، او تر ډېره له هغو کسانو جوړه شوې چې د محافظه کار ګوند مشري کولو لپاره د دې د کمپاین پرمهال دې ته وفادار وو.

هغه ننګونه چې د بریتانیا نوې لومړۍ وزیره ورسره، همدا اوس، مخامخ ده د بیو لوړوالی دی. لېز ټرس د بریتانیا، انګلنډ په شمال لیډز ښار کې ښوونځي ته تللې ده. دغلته نژدې، رېچمنډ پروت دی، هغه ټاکنیزه حوزه چې د دې سیال ریشي سنک یې په پارلمان کې استازیتوب کوي. په دواړو ځايونو کې د ګرانۍ بحران د خلکو پر ژوند سخت اغېز کړی دی.