د پاکې هوا نړیواله ورځ؛‌ ملګري ملتونه غواړي د هوا، اوبو او خاورې ککړتیا کچه راکمه کړي

د خپرېدو وخت

نن د سپتمبر اوومه د پاکې هوا له نړیوالې ورځ سره برابره ده. سږکال دا ورځ 'له پولو بهر د پاکې او تازه هوا ساتلو' تر شعادر لاندې نمانځل کېږي.

پاکه هوا د انسانانو د ژوند پر کیفیت او څرنګوالي مستقمه اغېزه لري.

د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه غواړي چې تر کال ۲۰۳۰ زېږدیز پورې د هوا، اوبو او خاورې ککړتیا اندازه راکمه کړي.

د هوا ککړتیا یوه نړیواله ستونزه ده چې له یوې سیمې بلې ته د لېږد قابلیت لري او اغېزې يې ښارونو او کلیوالي دواړو سیمو کې محسوسېږي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره جدي ګامونه وانخیستل شي، ښایي تر ۲۰۵۰ کاله به ککړې هوا پورې د تړلو ناروغیو له کبله تر وخت وړاندې مړینو کچه ۵۰ سلنه لوړه شي.

اټکل دا دی چې ککړه هوا او اوبه په ۲۰۱۶ کال کې د شپږ نیم میلیونه انسانانو تر وخت وړاندې مړینې لامل ګرځېدلي.

ککړه هوا یا په لویه کې ککړ چاپېریال انسانان او په ځانګړې توګه میندوارې مېرمنو، ماشومانو او بوډاګانو ته زیاتې او جدي ستونزې پېښوي.

د برتانیا یوه روغتون کې افغان ډاکتر نصیر احمد حبیبي پاک چاپېریال د انسان روغتیا لپاره خورا اړین ګني.

ډاکتر حبیبي وایي نا پاکه هوا او د چاپیریال ککړتیا د انسان په روح او روان بده او نیغه اغیزه لري.

دی زیاتوي د نورو ستونزو تر څنګ زړه تنګي او ژور خفګان د ککړ چاپیریال زېږنده ده چې د وخت په تېرېدو سره هغه بیا د نورو بدني ناروغیو لامل ګرځي.

سیانسپوهان باورمن دي چې انسانان د سالم ورځني ژوند لرلو لپاره پاکې هوا او پاک چاپېریال ته اړتیا لري.

دوی وایي ناپاکه هوا روغتیا له منځه وړي خو د دې ستونزه مخه نیول کیدی شي.

نړیواله ټولنه پدې قانع شوې چې د هوا د کیفیت ښه کول له اقلیمی بدلون سره مرسته کوي او اقلیمي بدلون بیا د پاکې هوا په جوړېدو کې اغیزناک رول لري.

همدا دلیل دی چې ملګرو ملتونو د سپتمبر اوومه د هوا پاک ساتلو او په دې اړه عامه پوهاوي ته ځانکړې کړې ده.