تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له اوکرايين ايتوپيا ته له غلې بار بېړۍ ورسېده
د خپرېدو وخت
د روسیې له برید راهیسې، له اوکرایین، افریقا ته د غلو لومړۍ کښتۍ، د اېتوپیا جیبوتي ته رسېدلې. په کښتۍ کې ۲۳ زره ټنه اوکرایینۍ غله بار ده او د ختیځې افریقا ډېرو هېوادونو ته چې له لوږې سره مخامخ دي، روانه ده.
له هغه راهیسې چې د اوکرایین جګړه پیل شوې، په نړۍ کې خوراکي توکي کم شوي او بیې ډېرې لوړې شوې دي. په دې وروستیو کې د روسیې، او اوکرایین ترمنځ د ملګرو ملتونو په ملاتړ یو تړون وشو.
له مخې یې د نړۍ لروبر، د غلو، ۵۰ کښتۍ لېږدول کېږي. زموږ د افریقا خبریاله، کترېن بیروهانګا له جیبوتي رپوټ رالېږلی.