"تل وېره کې اوسېږو او راتلونکی نه لرو"

د خپرېدو وخت

په نیول شوې لوېدیځه تراډه کې د څه باندې زرو فلسطینیانو منځ کې دا وېره په ډېرېدو ده چې ښايي اسرائیلي پوځ یې ژر د خپلو کورونو پرېښودو ته اړباسي.‌

په منځني ختیځ کې زموږ خبریاله یولنډا نیل یې وضعیت ته کتنه کړې او د مسافر یطا سیمې له ځینو اوسېدونکو او د هغوی له مرستندویانو سره غږېدلې ده.

په تېره مې میاشت کې عالي محکمې حکم وکړ چې دغه فلسطینیان له کورونو وشړي او په سیمه کې د اسرائیلي پوځ د روزنې مرکز جوړ کړي. که دا لویه تخلیه دوام وکړي، نو دا به په لسیزو کې د اجباري کوچېدو تر ټولو لویه پېښه وي.