جرمني د انرژۍ سپما نوې لارې چارې پلې کوي

د خپرېدو وخت

جرمني له هغه وروسته چې روسیې پرې ګاز کم کړل، د انرژۍ سپمولو هلې ځلې کوي. له دې کار سره یې یو زوړ او جنجالي بحث بیا پيل شوی دی.

اوس ځينې کارپوهان وايي، د دغه هېواد پر ډېرو لویو لارو، چې پر سرعت هېڅ محدودیت نلري، باید یو لېمېټ یا حد وټاکل شي چې ورسره موټر چلوونکي وکولی شي انرژي وسپموي.

د سپیډ لېمېټ یا پر سرعت محدودیت دې نظریې ډېر کسان غوسه کړي دي.