چين کې وچکالي: څو ولايتونو کې يې خطر اعلان شوی

د خپرېدو وخت

په چین کې ریکارډ اندازه ګرمي ده. د دې هېواد په ځینو برخو کې وچکالۍ فصلونه په خطر کې اچولي او د سیندونو د وچېدو ګواښ یې رامنځته کړی دی. په تېرو ۱۲ ورځو کې، د هېواد په کچه چارواکو سور خبرداری خپراوه ځکه تودوخه تر ۴۰ درجو لوړه وه.