د هند تر ولکې لاندې کشمير کې لږکي هنديان وايي ځپل کېږي

د خپرېدو وخت

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هندو لږکیو او له بهره راغلو کارګرو د هدفي وژنو لړۍ دلته خلک هېښ کړي. تر ټولو وروستی برید د جنوبي کشمیر په شوپیان سیمه کې شوی دی.

پولیس وايي، په مسلمان اکثریته سیمه کې د هندوانو وژنې د هند ضد وسله والو ډلو له خوا کېږي.

دا هر څه په سیمه کې له اوږدې مودې جګړې او د هند دولت له لوري د کشمیر د نسبي خپلواکي د لغوه کېدو له امله د خلکلو غوسې ډېرېدو نه وروسته کېږي.