د هند او پاکستان وېش: د ذهني ټکان ميراث يې لا هم پاتې دی

د خپرېدو وخت

دا تېره اوونۍ د هند د وېش ۷۵ مه کليزه وه. هغه تاريخي شېبه چې دغه هېواد په کې پر دوو خپلواکو هېوادونو ووېشل شو. شاوخوا ۱۲ ميليونه خلک بې ځايه شول، او تر يوه ميليون په کې ووژل شول.

ژوندي پاتې شوي چې اوس په عمرونو مشران دي، په هغو سيمبوليکو او دیني خالونو یې چې د دوی ژوند يې ژغورلی، د جګړې ډار او ترهه ورپه زړه کېږي.

ډېر ژوندي پاتې شوي یې بيا دلته بريتانيا ته کډوال شول، يوه ۸۹ کلنه بېملا ډيوي وه.