تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د یونان پولې ته نژدې ۳۸ پناه غوښتونکي په يوه ټاپو کې ایسار موندل شوي
د ترکیې او یونان پر پوله هغه ۳۸ پناه غوښتونکي موندل شوي چې اوږده موده په یوه کوچنې ټاپو کې ایسار پاتې وو.
په دې کسانو کې د یوې مېندوارې ښځې په ګډون ۲۲ سړي، ۹ ښځې او ۷ ماشومان شامل دي.
دغه موندل شوي پناه غوښتونکي د دوشنبې پر ورځ تر موندل کېدو وروسته یونان ته بیول شوي دي.
د دغه هېواد د کډوالو وزیر ویلي، ټاپو کې د موندل شویو کسانو روغتیايي حالت ښه دی، مېندواره مېرمن د طبي معایناتو لپاره روغتون ته بیول شوې ده.
د یونان پولیس وايي، د دغې ډلې ټول غړي ځانونه سوریايي بولي.
یوناني چارواکو پیل کې ویلي و چې دغه کسان له دې مخکې د ترکیې په خاوره کې وو.
دغه ډله د یونان خاورې په ۴ کیلو مترۍ کې موندل شوې ده چې د ځای ځایګي په اړه یې څو ورځې مخکې رپوټ ورکړل شوی و.
د بشري حقونو د ادارې د مالوماتو له مخې، د دې کسانو له ډلې یو ماشوم مړ شوی خو یوناني پولیسو تر دې دمه دا خبره نه ده تایید کړې.
له څو کلونو راهیسې له ترکیې اروپا ته د رسېدو په هڅه کې پناه غوښتونکو سره د یونان پر چلند نیوکې کېږي.
د بشر حقونو فعالان ادعا کوي چې زرګونه پناه غوښتونکي په زور بېرته له دغه هېواده شړل کېږي او یو شمېر یې په دې سختو لارو کې مري.
د بشر حقونو مدافع ډلې وايي پناه غوښتونکي خوندیتوب او مرستو ته اړتیا لري، هغوی مجرمان نه دي او ټولنې ته خطر نه پېښوي.
ځينې پناه غوښتونکي وايي په زور بېرته د ترکیې سمندرونو ته شړل کېږي.
د یونان حکومت تل دا ادعاوې رد کړي او ټینګار کوي چې کړنې یې له اروپايي او نړیوالو قوانینو سره سمې دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د ۲۰۲۲ کال جنورۍ او جون میاشتو تر منځ ۲۳۲ سوريايي وګړي د سمندر له لارې یونان ته رسېدلي دي.
پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته دغه هېواد کې ځینو کسانو سره د خپل امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې او له هرې شونې لارې له هېواده د وتلو هڅه کوي چې ډېری یې د ترکیې له سمندري او د ایورېس سمندر له لارې یونان ته اوړي.