د خوړو کمښت: د کېنيا شمال کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي

د خپرېدو وخت

کېنيا کې د حکومت او ملګرو ملتونو تازه شمېرو له مخې د دغه هېواد له ۱/۴ ډېر وګړي ځينو داسې سيمو کې اوسېږي چې اوس د لوړې کچې خوړو خونديتابه نشتوالي سره مخامخ دي.

د افريقا ختيځ کې اوږدمهاله وچکالۍ بېلابېلې پرګنې له خپلو مېنو وتلو ته اړ کړې، او د ژوند وسيلو سرچينې یې وروجاړې کړې دي.

د اورښتونو کموالي سره حاصلات هم کم شوي، چې له امله یې د خوړو بيو لوړې شوې، او اوکرايين کې جګړې د کورنيو پر لښګتونو فشار لا زيات کړی دی. ځينې تر ټولو بېوزلي يې د ورځې يوازې يو وار خوراک وس لري.