تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ژېړي ناروغۍ پېښو کې زياتوالی راغلی
څېړونکو د ينې داسې ناڅرګندو ستونزو کې د تازه زياتوالي لامل په نښه کړی، چې واړه ماشومان ورسره مخامخ دي.
پلټنې ښيي دوه عادي ويرسونه د وبا بنديزونو له پای ته رسېدو وروسته ستانه شوي، او د ژېړي يو ډول کمسارو خو جدي پېښو خپرېدو ته یې لار پرانیستي ده.. ۳۵ هېوادونو کې له زرو ډېر ماشومان داسې انګېرل کېږي، چې پر دې ناروغۍ اخته وي.
د روغتيا نړيوال سازمان وايي د نړۍ لروبر له ۳۵۰ ميليونو زيات وګړي د ژېړي لېږدېدونکې ناروغۍ سره ژوند کوي، او هر کال له يو ميليون زيات وګړي د دې ناروغۍ سره په تړاو له راپورته شوو حالتونو مري.
د بي بي سي طبي چارو خبريال فرګوس والش یې په اړه راپور لري.