"ميانمار کې پوځ څلور ډيموکراسي پلوه فعالان اعدام کړي"

د خپرېدو وخت

په میانمار کې شپږو هغو پوځیانو چې په دې وروستیو کې له پوځ جلا شوي اعتراف کړی چې د پوځ په امر یې له بشري حقونو سرغړونې کړې دي. دې کسانو بي بي سي ته خپلې کیسې او ناویلې ویلي دي.

په مرکو کې د ملکي خلکو وژل، جنسي تېري او د کلیو سوځول بیانوي. پوځ، تېر کال په یوه کودتا کې په دېموکراتیک ډول ټاکل شوی حکومت چې آنګ سان سوچي یې مشري کوله وپرځاوه او واک یې واخیست او اوس هڅه کوي وسله وال ولسي پاڅونونه وځپي.

پام مو وي چې د روبېکا هېنچکې په رپوټ کې ځینې دردونکي عکسونه او توضیحات شته.