تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له اقليمي بدلون سره مبارزه: جوبايډن د ډېرې پانګونې ژمنه کړې
اروپا کې فرانسې او اسپانيا ويلي، د ځنګليزو اورونو پر وړاندې مبارزه کې به لا ډېرې پیسې لګوي. د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون، وايي اقليمي بدلون د مديترانې پر ټولې سيمې اغېز کوي.
د پورتګال په ګډون څو نور اروپايي هېوادونه هم د اور لمبو کابو کولو زيار باسي. پورتګال کې د ګرمۍ بيا زياتېدو سره د خبرداري حالت غځول شوی دی. اسپانيا کې بيا چارواکی اټکل کوي، چې هېواد کې يې د ګرمۍ تازه څپې سره ښايي ۵ سوه کسان مړه شوي وي.
پر همدې مهال د امريکا ولسمشر جو بايډن د اقليمي بدلون پر وړاندې چلن کې اجرايي ګامونه اخيستي، چې ده يې د هېواد او نړۍ پر وړاندې د وجود يا شته والي ګواښ ګڼلی دی. ۲،۳ ميليارډ ډالر به د سېلابونو کابوکولو او هم د ګرمولو او يخولو لګښتونو سره په تړاو د ټيټو عايداتو کورنۍ سره مرسته کې لګول کېږي.
دا یې ولسمشرۍ ته رسېدو سره هغو ژمنو پسې راځي، چې ويل یې د چاپېریالي بدلون پر وړاندې مبارزه به یې د سر لومړيتوب وي، د ۲۰۱۵ کال پاريس هوکړې سره به يو ځای کېږي، چې ډونلډ ټرمپ ترې امريکا ايستلې وه.