تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جاپان کې د برېښنا کړکېچ؛ د لانورو اتومي بټيو کارولو ته مخه کېږي
د خپرېدو وخت
د جاپان لومړي وزير فوميو کيشيدا ژمنه کړې د انرژۍ برابرولو لپاره به لا نورې اټومي بټۍ بياچالانوي، داسې حال کې چې دغه هېواد په ريکارډ کچه تر ټولو ګرم اوړي تېرولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.
خو د فوکوشيما له ناورين ۱۱ کاله وروسته، اتومي بټۍ لا هم د خلکو خورا بدې ايشي. د بي بي سي خبريال روپرټ وېنګفيلډ هېس فوکوشیما بټۍ ته د ورتلو ځانګړې اجازه موندلې، او دا راپور یې راستولی.