د اوکرايين جګړې ځاني تاوان: يوه روسۍ مور د خپل درد کيسه کوي

د خپرېدو وخت

له هغه راهيسې چې روسیې پر اوکرايين يرغل کړی، زرګونه ملکيان وژل شوي، او ميليونونه اوکراينيان له خپلو مېنو او کورونو تېښتې ته اړ شوي.

په خپله روسان هم د دې جګړې له پايلو کړېږي، په تېره بيا د هغو سرتېرو کورنۍ چې دې جګړې ته استول شوي دي.

د بي بي سي روسيې خبريال سټيو روزنبرګ د يوه روسي سرتېري له مور سره خبرې کړې، چې اوکرايين کې ورک شوی دی.