تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائيلو او فلسطين کړکېچ: لوېديځه غاړه کې د اسرائيلو چاپې په زياتېدو دي
اسرائيلو دا اوونۍ نيول شوې لوېديځه غاړه کې پوځي چاپې وهلې، او ګڼ فلسطينیان يې نيولي دي. دا تېر پسرلی د اسرائليانو پر وړاندې د فلسطينيانو مرګونو بريدونو له څپې راهيسې دا پېښې اوس نژدې په ورځني ډول کېږي.
سږنی کال فلسطينيو سيمو ته د اسرائيلي پوځ ورننوتو پر مهال لسګونه فلسطينيان وژل شوي، چې د ملګرو ملتونو بشري حقونو ادارې ورسره له اندازې زيات زور کارونې او هم شونې ډله ييزې سزا ورکونې په اړه اندېښنې راپورته کړې، داسې تورونه چې اسرائيلو رد کړي دي.
پام تر ډېره پر جينين ښار دی، چې د فلسطينيانو وسله والې ډلې په کې بيا ځانونه سره سمبالوي.