شري لانکا کې د ولسمشر پر دفتر د لاریونیانو یرغل

د خپرېدو وخت

د شریلانکا پلازمېنه کې د دغه هېواد د ولسمشر ګوتابیا راجاپاکسا د اوسېدو پر ځای زرګونو لاریون کوونکو برید کړی او په کور یې ننوتلي دي. د اقتصادي کړکېچ له کبله راپارېدلي لاریونیان له ټول هېواده پلازمېنه کولمبو کې سره راغونډ شوي دي.

لاریون کوونکو د هېواد اقتصادي کړکېچ ناسم مدیریت له کبله له څو میاشتو لاریونونو وروسته یې له خپل ولسمشره غوښتي چې استعفا وکړي.