پلټنه: روسيې د اوکرایين غله غلا کړې

د خپرېدو وخت

اوکرايين زرګونه ټنه غله غلا کوي. ملګرو ملتونو له اوکرايينه د غلې لېږد او اکمالاتي بهير کې د ګډوډۍ له امله افريقا او منځني ختيځ کې د لوږې خبرداری ورکړی دی.

اوکرايين نړۍ کې د غنمو يو تر ټولو لوی توليدونکی دی. مسکو پرې د غلې غلا کولو دا لګېدلي تورونه ردوي، خو د روسانو له لوري ګومارل شوي چارواکي ليدل شوي، داسې امرونه ورکوي، چې وايي د اوکرايين غلې ملي کوي يا تر دولتي واک لاندې راولي.

د بي بي سي خبریال نېک بيک له اوکرايينه دا راپو راستولی دی.