تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين کې د جګړې اغېز پر خلکو
د خپرېدو وخت
د بي بي سي يوې پلټنې داسې بېلګې راټولې کړې، چې ښيي د اوکرايين شمال چرنيهېف کې خوشه يي يا وږيزې وسلې او بمونه پرله پسې کارول شوي دي.
پر دې وسلو، د هغه زیان له امله چې ملکیانو ته یې پېښوي، له سلو ډېرو هېوادونو بنديز لګولی دی.
خو دا نړيوال تړون چې د وږيزو وسلو پر کارولو بنديز لګوي، نه روسيې او نه هم اوکرايين لاسليک کړی دی.
د بي بي سي وېکټوريا زوهان په دې اړه راپور چمتو کړی، چې چرنيهېف کې ناورغانو او ډاکټرانو څنګه له دغه ډول وسلو د ځان ژغورلو لارې زده کړې دي.