بريتانيا کې د کډوالو څار: په پښو د برېښنايي نښې لګولو غبرګونونه پارولي

د خپرېدو وخت

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن د هغه دوولس میاشتني ازمایښتي پروګرام دفاع کړې ده چې له مخې به یې ځیني پناه غوښتونکي، چې بریتانیا ته په وړو کښتیو او یا هم د لاريو په شا کې راځي، ښايي په بریښنايي توګه په نښه شي.

باریس جانسن ویلي دا اړینه ده چې ځان ډاډه کړو چې دغه پناه غوښتوونکي به د هېواد نورو برخو ته نه تښتي او ځانونه به نه ورکوي. ګوتنیونکي بیا وايي دغه پلان له هغو کسانو سره چې له څار او ځورونې تښتي، د مجرمینو په څېر چلند کوي.