تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا ځینو پنا غوښتونکو ته د تعقیب برېښنايي لاسبندونه اچوي
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د نوي پلان له مخې، ښايي ځینو هغو پنا غوښتونکو ته - چې بریتانیا ته په کوچنیو کښتیو او لاریو کې راغلي دي، برېښنايي لاسبندونه واچول شي چې حکومت یې هرځای څرک ولګولی شي.
په دې نوې تجربه کې چې ښايي ۱۲ میاشتې وخت ونیسي، هغه کډوال هدف ګرځول کېږي چې بریتانیا ته له ډېرو خطرناکو او ناضروري لارو رسېدلي خو لندن یې بېرته له بریتانیا د ایستلو هوډ لري.
لومړی به دا نوی پلان پر هغو پنا غوښتونکو عملي کېږي چې روانډا ته د استولو مخه یې نیول شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت پر دې پلان ګوتنیوونکي وايي، دوی له جګړو او ناخوالو دې تښتېدلو پنا غوښتونکو سره د زور زیاتي له لارې د مجرم په توګه چلن کوي.
دا اعلان څو ورځې وروسته تر هغه وشو، چې روانډا ته ځینې پنا غوښتونکي الوتکه کې واستول شي خو، خو د اروپاي د بشر حقونو د محکمې له مداخلې وروسته دا ځل وانه ستول شول.
د کورنیو چارو وزات وايي، پنا غوښتونکو ته د لاسبند اچولو چاره یې د پنجشنبې په ورځ په وېلز او انګلستان کې پیل کړې ده. هدف یې دا دی چې وګوري ایا د اړیکو چینلونه له دوی سره پاتې کېدو کې څومره مرسته کولی او د دوی غوښتنلیکونه څومره مخته بېولی شي.
دوی واييله دې کار یې بل هدف دا هم دی چې د تښتېدونکو کسانو کره شمېر مالوم کړي.
وايي هرڅوک چې له دې پلان سرغړونه وکړي او د تعقیب قانون مراعات نه کړي، تجرید او یا به محاکمې ته وړاندې شي.
د کورنیو چارو وزات ددغو پنا غوښتونکو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو لارښوونې یې ښييچې په دې لیست کې ماشومان او میندواره ښځې هم شته.
دې ته به هم پام کېږي چې ایا ددغو الکترونیکي لاسبندونو تړل به دوی ته د زیان رسېدو سبب شي او که څنګه.
دا کسان به وخت - ناوخت د کډوالو چارو دفتر او د پولیسو د تعقیب مرکزونو ته ورغوښتل کېږي.
د کورنیو چارو وزارت یو ویاند وايي، حکومت روانډا ته د کډوالو د استولو له پلان نه دی په شا شوی: "د قانون په رڼا کې به دا کسان پرېښودل کېږي، که محکمه د یوه کس د خوشي کولو حکم وکړي، نو تر مناسبې کچې به موږ د هغه خوځښت وڅارو".
د کورنیو چارو وزیرې پریټي پټېل ویلي، روانډا ته پنا غوښتونکو قضیه کې د اروپايي حکمې مداخله "شرموونکې" ده چې شا ته یې سیاسي موخې لري.
د اروپايي محکمې د بشر حقونو قاضیانو د روانډا کیګالي ته د پنا غوښتونکو د الوتنې لغوه کولو په پلوي حکم وکړ.
پټېل ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې ته ویلي، د محکمې پرېکړه "ناڅرګنده" ده.
دا وايي:"نه پوهېږي قاضیان څوک وو، د جرګګۍ هویت څه و. دوی په حقیقت کې حکم نه دی کړی، بلکې په یوه خبرپاڼه کې یې دا خبره کړې چې د ۳۹ شمېرې قانون له مخې د پنا غوښتونکو شړل نه شو عملي کولی".