تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند؛ په یوه څاڅکي اوبو پسې سلګونه لالهاند کلیوال
د هند په لویدیځ مهاراشټر ایالت کې د خادي مل نومي کلي اوسېدونکي هره ورځ د یو څه اوبو موندلو لپاره ژوند له خطر سره مخامخوي. دا کلی په ویداربها نومي سیمه کې موقعیت لري چې وچکالۍ ځپلې او د ګرمۍ سختې څپې پکې راځي. ځايي کلیوال وايي، چارواکي کلي ته په ټانکرونو کې اوبه استوي چې په یوه څاه کې جمع کېږي او له ختمېدو مخکې د یو څه اوبو ترلاسه کولو لپاره د څاه په شاوخوا کې سخته ګڼه ګوڼه جوړېږي. دوی وايي، د اوبو ککړتیا له کبله یې د ماشومانو روغتیا هم له خطر سره مخامخ ده. پر بي بي سي مراټهي څانګه د دې ویډیو له خپرېدو وروسته د سیمې یو چارواکی اویشانت پانډا کلي ته ورغلی او ژمنه یې کړې چې د ټانکرونو شمېر به زیات کړی. نوموړي دغه راز ژمنه کړې چې په مستقله توګه د دې ستونزې هواري لپاره به کلي ته د اوبو نل لیکې غځولو هڅه وکړي.