د اوکرايين جګړه: کلابند سويورودونېڅک ښار ته ټول غځېدلي پلونه ويجاړ شوي

د خپرېدو وخت

د اوکرايين ختيځ کې روسي ځواکونه پر دونباس سيمې خپلې منګولې ټینګوي. ولسمشر زېلېنسکي يو ځل بيا پر لوېديځو هېوادونو غږ کړی، چې اوکراييني پوځ ته د توغنديو پرمختللی دفاعي سيستم ورکړي، چې د روسيې د پرله پسې پرمختګ مخه پرې ډب کړي.

روسيه اوس د سېوېرودونېڅک سټراټيژيک ښار پر نژدې ټولو برخو ولکه لري. دې ښار ته يو وروستی پول هم ويجاړ شوی، چې اوکرايني پوځيان او زرګونه ملکیا یې په کې بند کړي دي.

روسيه پر ورڅېرمه ليسيچاسنک ښار هم بمباري کوي، چې ملکيان ترې اوس هم د تېښتې هڅه کوي.