کراچۍ کې د بلوڅانو احتجاج: دوه نيول شوي کسان بېرته خوشي شوي

د خپرېدو وخت

د کراچۍ پوهنتون دوه بلوڅ زده کوونکي چې داسې ښکارېده، په زوره نيول شوي، او ورک شوي وو، خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

دودا بلوڅ او غمشاد بلوڅ دواړه د کراچۍ پوهنتون فسلفې پوهنځي زده کوونکي دي، چې د جون پر اوومه له خپلو کورونو بېول شوي وو.

د دوی د نيولو پر وړاندې دا تېرې دوې ورځې د سند اسمبلۍ مخې ته احتجاجونه کېدل، چې پرون بيا پوليسو د احتجاجيانو پر وړاندې زور کارولی، او لسګونه کسان یې نیولي وو، چې اوس یې خوشي کړي دي.

د بښنې نړيوالې ټولنې د دغو سوله ييزو احتجاجونو پر وړاندې د زور کارولو کلکه غندنه کړې ده. عرفان خټک یې نور حال راکوي.