د اوکرايين جګړه: د بښنې نړيواله ټولنه وايي مسکو خارکيف کې منعه شوې وسلې کاروي

د خپرېدو وخت

د اوکرايين خارکيف کې د جګړې له پيله د روسيې بې توپيره توپچي ګوزارونو کې سلګونه ملکيان وژل شوي دي.

يوه نوي راپور کې د بښنې نړيوالې ټولنې، امنسټي انټرنشنل پر مسکو تور لګولی، چې پرله پسې وږيزې مرمۍ او شيندل کېدونکي ماينونه کاروي، چې په نړيواله کچه پرې بنديز لګېدلی دی.

د بشري حقونو دې ټولنې ويلي د دې ډول وسلو کارولو پرېکړه، د ملکیانو ژوند په اړه ستوغه بې احترامي او بې پامي ښايي، او ښيي جنګي جرمونه وپتېل شي.

کرېملېن له دې وړاندې اوکرايين کې د وږيزو مرميو کارولو خبره نه منله، او ټينګار يې کاوه، چې روسيو ځواکونو يوازې پر پوځي موخو ګوزارونه کړي دي. د بي بي سي خبريال واير ډېوېس له خارکيفه دا راپو راستولی دی.