اوکرايين جګړه: چارواکي وايي راتلونکې ورځې به برخليک ټاکوونکې وي

د خپرېدو وخت

د اوکرایین ولسمشر ولودمير زېلېنسکي له لوېدیځو هېوادونو د نورو وسلو غوښتنه کړې او وايي اندیښمن دی چې له سرتېرو سره یې وسلې په خلاصېدو دي.

دا غوښتنه یې د اروپايي کمیسیون مشرې اورسلا ون در لېین سره له لېدو وروسته وکړه.

ښاغلي زېلېنسکي یو ځل بیا د اوکرایین له پولو بهر د روسیې د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ او په اروپايي ټولنه کې یې د اوکرایین د غړیتوب پر غوښتنې بیا ټینګار وکړ.