د اوکرايين ماريوپول کې نيول شوي روسي سرتېري

د خپرېدو وخت

د اوکرايين ختيځ دونباس سيمه کې سخته جګړه روانه ده، د دغه هېواد ولسمشر ولوديمير زېلېنسکي وايي هره ورځ يې سلګونه سرتېري ژوبلېږي.

روسان د توپچي درانه ګوزارونه کوي، او هڅه یې ده، چې د اوکراينيانو لومړۍ کرښې ماتې کړي. پايله کې یې د چاودنو له امله ګڼ شمېر سرتېري ټپيانېږي. جراحان شېبه په شېبه د پښو او بدن غړو ژغورلو زیار باسي، خو تل شونې نه وي.

بي بي سي ته ويل شوي، چې اوکرايين به د ټولو هغوی لپاره چې اړتيا ورته لري، د مصنوعي غړو برابرولو کې لويې مرستې ته اړ وي.

د بي بي سي لورا بېکر له لومړۍ کرښې يوازې څو ساعته لرې، ډينيپرو روغتون کې د ځينو ژوبلو شوو سرتېرو ليدو ته ورغلې وه.