د لبنان ژور اقتصادي بحران: ماشومان له خپلو کورنيو لېرې په روزنتونو کې ژوند کوي

د خپرېدو وخت

په لبنان کې د هغو کوچنیانو شمېر په ډېرېدو دی چې له لوږې سره مخامخ دي او نفقې لپآره بهر کار ته لېږل کېږي. د دغه هېواد اقتصاد په دې وروستیو کې ډېر بد ځپل شوی دی. اوس اټکل کېږي د لبنان تر ۸۰ سلنه ډېر نفوس په فقر کې ژوند کوي.

مرستندویه موسسې خبرداری ورکوي چې دا هرڅه پر راتلونکي نسل جدي اغېز لري. په شمالي ولایت عكار سیمه کې یې چې له ډېر پخوا لا خلک په بې وزلۍ کې اوسېدل، حالت نور هم خراب شوی.