البانیا کې د افغان کډوالو اعتراض

د خپرېدو وخت

په البانیا کې لسګونه هغو افغانانو اعتراض کړی چې له نژدې تېرو نهو میاشتو راهېسې هلته په کمپونو کې پراته دي.

لاریونیان وايي، له افغانستانه په دې موخه وېستل شوي وو چې امریکا ته به وړل کېږي خو وايي اوس بې برخلیک دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته البانیا ته نژدې ۲۴۰۰ افغانان وړل شوي وو چې لویه برخه یې اوس امریکا او نورو هېوادونو ته وړل شوي دي.

خو څه نا څه ۲۵۰ داسې افغانان لا هم په البانیا کې پاتې دي چې وايي برخلیک یې مالوم نه دي.

په دغو پاتې شویو افغانانو کې ځینو بي بي سي پښتو ته ویلي ، په ۲۵۰ کسانو کې ډېری هغه کډوال شامل دي چې د (ایس آی وي) او یا هم (پي ټو) په نامه قضیې (کېسونه) نه لري.