د امریکا کليفورنيا کې وچکالي

د خپرېدو وخت

له وچکالۍ د افغانستان او پاکستان ځينې سيمې له ډېره وخته کړېږي. خو له دې سيمې ليرې امريکا هم ترې خوندي نه ده.

د امریکا په کلفورنیا کې، سر له ننه د اوبو کارولو پر سر سخت محدودیتونه عملي کېږي ځکه د دغه هېواد لویدیز سمندرغاړې سیمې سخته وچکالي تجربه کوي.

ډېر اوسېدونکي یې فکر کوي دا وچکالي به په اوړي کې لا نوره هم خرابه شي. کلفورنیا د امریکا د کرنې مرکز یادېږي، خلک یې دا ډېر کلونه کېږي چې له وچکالي سره اشنا دي او اوس ډېری وايي د دې وخت دی چې هر وګړی اوبه وسپموي.