د ښځينه بدن څېړنه: د روغتيايي ستونزو په نښه کولو چارې به هم ورسره ښې شي

د خپرېدو وخت

طبي زده کونکو لپاره د ښځینه اناتومۍ يا د بدن جوړښت، تر ټولو روښانه تري ډي، یا درې بعدیز بڼه جوړه شوې ده.

له تاریخي پلوه د انسان اناتومۍ زده کړه د نارینه بدن انځورونو له مخې کېده. هيله ده، دا تري ډي، سوفټوېر د پوهاوي لوړوالي کې مرسته وکړي او ښايي ان د روغتیایې ستونزو په ګوته کولو چارې هم لا ورسره ښې کړي.