روسيه کې خپلواک خبريالان د حقايقو روښانولو هڅه کوي

د خپرېدو وخت

په اوکرایین کې یوې محکمې د ټانک یو روسی قوماندان د بې وسلو ملکي کسانو د وژنې په تور په عمري بند محکوم کړی دی.

دا پر اوکرایین د روسیې د یرغل راهېسې د جنګي جرمونو لومړۍ محاکمه ده. ۲۱ کلن، وادیم شیشیمارین، دا منلې ده چې د سومي سېمې په یوه کلي کې یې ۶۲ کلن اولکساندر شیلېپوف ویشتلی دی.

اوکرایین وايي تر اوسه ښايي د روسیې له لورې تر لس زرو ډېر شوڼي جنګي جرمونه تر سره شوي وي. که څه هم د دې برخې شواهد خورا ډېر دي خو مسکو په بیا بیا له دې انکار کوي چې سرتېرو یې ملکي کسان په نښه کړي دي.

عین حال کې بیا په روسیه کې، پر اوکرایین یرغل ته د جګړې نوم اخېستل جرم دی او که څوک د روسیې د پوځي کړنو په اړه له رسمي دریځ سره مخالفت وکړي نو د ۱۵ کلن بند له ګواښ سره مخامخېږي.

د مخالف فعال ولادیمیر کارا مورزا په ګډون، چې روسیه یې په جنګي جرمونو تورنه کړې، په لسګونو کسان لا له وړاندې محاکمه او نیول شوي دي.