د ژوند توکو لوړې بيې: د ايټاليا شتمنې سيمې يې هم ځپلې دي

د خپرېدو وخت

د ايټالیا بډایه شمالي سیمې هم اوس د بریښنا د لوړو بیو له امله له ستونزو سره مخامخ دي. په اوکرایین کې د جګړې او په چین کې د کوویډ د بندیزونو له امله دغلته د فلزو او فولادو فابریکې هم د نړیوالې سوداګرۍبرخه کې له لویو خنډونو سره مخامخ دي.

په زرګونو کارګران چې په دغه سکتور کې کار کوي اوس ان په خپلو کورونو کې دغه فشار احساسوي.