د فلسطين کړکېچ: پر هديرې بريد پايله کې يو ځوان ټپي شوی

د خپرېدو وخت

د هغه فلسطیني سړي چې پر یوې هدیرې د اسرایلي پولیسو له چاپې وروسته سخت ټپي شوی دی، کورنۍ، اسرایلي افسران به ډېر زور کارولو تورنوي.

پولیس وايي دوی هڅه کوله د بلوا مخه ونیسي او افسران خوندي کړي. دا خبره له هغه وروسته کېږي چې امنیتي ځواکونو تېره اوونۍ د الجزیرې خبریالې شیرین ابو عاقلې د جنازې په مراسمو کې ماتم کونکي ووهل او نړیوالو یې دا کار ډېر وغانده.