د اوکرايين جګړه: بوچا کې د مرګژوبلې نوې بېلګې رابرسېره شوې دي

د خپرېدو وخت

بي بي سي لا نورې داسې بېلګې موندلې، چې ښيي اوکرايين کې روسي ځواکونه جنګي جرمونه کوي.له هغه راهيسې چې د مارچ پای کې روسي ځواکونه له کيېفه پا شا وتمبول شول، ورنژدې بوچا سیمه کې د څه د پاسه زرو تنو ملکيانو مړي موندل شوي دي.

اوس بي بي سي موندلې، چې له نيمو زیات مړي، چې شاوخوا شپږ نیم سوه کسان کېږي، داسې په ډزو وژل شوي، چې يو جګپوړي افسر اعدامول بللي دي.

د بي بي سي ختيځې اروپا خبريالې سارا رېنزفرډ د يوې پېښې پلټنه کړې، يوه يادونه دا چې راپور کې یې ځينې خواشينوونکی جزئيات دي.