اوکرايين کړکېچ: له ماريوپول ښاره د ولسي وګړو وتل

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش ویلي سازمان یې چمتو دی چې د اوکرایین له کلابند ښار ماریوپول ووځي.

مسکو ته د سفر پر مهال ښاغلي ګوتریش وویل هلته په زرګونو ایسار شوي ملکي وګړي د ژوند ژغورنې بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

یوه اوونۍ کېږي روسي ځواکونو د اوکراین په سویل کې له ماریوپول خلکو ته اجازه ورکړې ده چې ووځي.

زموږ خبریاله کترېن بیروهانګا په ژپوروژيا کې ده. هلته یې له هغو کورنیو سره خبرې کړي چې له ماریوپول ښار وتو پر مهال د دښمن له لیکو تېر شوي.