تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مصر کې طلاقې شوې ميندې: د ماشومانو د زدکړو دروند پېټی يې پر اوږو بار دی
د خپرېدو وخت
مصر کې چې کله ودونه په طلاق تمامېږي نو د اولادونو د پالنې دنده د ميندو پر غاړه پرېوېځي. که څه هم ميندې د قانون له مخې د دې حق لري چې خپل ماشومان هغه ښوونځي ته ولېږي او په داسې زده کړو یې سمبال کړي، چې غواړي يې، خو له خوراک او پوښاکه یې نيولې بیا د زده کړې ټول لګښتونه يې هم ميندې ورکوي.
ډېر وختونو کې يې قانون پوهان طلاقو شوو ميندو لپاره يو دروند پېټی ګڼي.