تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائيل او فلسطين کړکېچ: اسرائيلي چارواکي وايي غزې ته يوزاينۍ لاره تړي
اسرائیلي چارواکو ویلي، له غزې، د اسرائیلو پر خاوره د څو راکټونو توغولو په ځواب کې له دغې تړانګې سره یوازینۍ پوله يکشنبې (۲۴ اپرېل) تړي.
د ایریز پولې تړل به په زرګونو هغه فلسطینیان اغېزمن کړي چې په اسراییل کې دننه کار کوي. معلومه نه ده چې کله به پوله بېرته پرانستل شي.
دا بریدونه په بیت المقدس کې، د الاقصی جومات په انګړ کې له څو ورځو نښتو او یوې میاشتې تاوتریخوالي وروسته شوي. تېره اوونۍ په الاقصی جومات کې له اسرائیلي پولیسو سره په نښتو کې تر ۱۵۰ ډېر فلسطینیان او درې اسراییلي پولیس ټپیان شول. تاوتریخوالی په وروستیو اونیو کې خورا لوړ شوی،
ځکه د روژې میاشت د یهودانو او عیسویانو له مهمو مذهبي ورځو سره په یوه وخت کې برابره شوې ده.