اوکرايين کې جګړه: لږ شمېر ملکيان له ماريوپول په تلو بريالي شوي

د خپرېدو وخت

د امريکا ماکسار شرکت سپوږمکيو دا انځورونه داسې ښکاري تازه کيندل شوي خندقونه ښيي چې د ښار لوېديځ شل کيلومترۍ کې د مانوش کلي هديره کې ليدل کېږي. د ماريوپول ښاروال ويلي دا انځورونه ښيي چې روسيه غواړي د هغو خلکو شمېر پټ کړي چې دې جګړه کې يې وژلي دي.

له هغه راهيسې چې روسانو دا تېره فبرورۍ خپل يرغل پيل کړی، ماريوپول تر پرله پسې بريدونو لاندې دی چې لا يې هم يوازې يوه وړه سيمه د اوکراينيانو تر ولکې لاندې ده. ځينې ملکيان يې توانېدلي چې ترې ووځي، خو زرګونه نور تر شا پرېښودل شوي دي. د بي بي سي خبرياله کترين بيروهانګا له زاپوريژيا راپور رالېږلی، چې د ماريوپول کډوال ورسېږي.