تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شري لنکا کې اقتصادي کړکېچ: ډاکتران وايي درمل په خلاصېدو دي
شري لنکا کې ډاکټرانو پر نړۍ غږ کړی چې ملاتړ او لاسنيوي ته یې دې ورودانګي، داسې حال کې چې دغه هېواد کې مهم درمل او طبي وسيلې په خلاصېدو دي.
دغه هېواد دا اوس اوس اوسنۍ زمانه کې تر ټولو ناوړه اقتصادي کړکېچه تېرېږي، او د بهرنيو پيسو نشتوالی يې پر دې معنا دی، چې دوی د اړتيا وړ ډېر درمل نه شي ورواردولی.
د کړکېچ پړه تر ډېره د حکومت پر ناسمې ادارې او کورونا وبا وراچول شوې ده. ټاکل شوې دا اوونۍ شري لنکا د مرستې لپاره د پيسو له نړيوال صندوق سره خبرې وکړي، خو که مرسته ژر ورونه رسېږي، نو د طبي چارو ټولنې يې وېره دا ښيي چې ښايي له امله یې ډېر ومري.
د بي بي سي جنوبي اسيا خبريالې رجيني وايدياناتن پرې له کولمبو دا راپور راستولی دی.