تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جو بايډن وايي روسيه اوکرایین کې پر توکميزه پاککارۍ لګيا ده
د خپرېدو وخت
د امریکا ولسمشر جو بايډن ويلي داسې ښکارې بېلګې شته چې ښيي روسيه اوکرايين کې پر توکميزه پاککارۍ لګيا ده. دی وايي دا اوس پرله پسې روښانېږي، چې ولاديمير پوتين غواړي ان د اوکرايينتوب نظريه له منځه يوسي.
د بي بي سي خبريال مارک لووېن د اوکرايين بوچا او بوروډيانکا ښارونو ته ورغلی.
دی له هغوی سره ملګری شوی، چې د روسي ځواکونو له لوري د شویو جنګي جرمونو د مستندولو هلې ځلې کوي. راپور کې يې خواشينوونکې کيسې دي.